کوئټه۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئر??ېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي په نړۍ كښې كوم شارټ كټ نشته ٬ ځوانانو له به خپل ځان لپ??ره سنجيده كېدل وي٬ بلوچستان كښې اس??حكام لپ??ره مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي٬ وفاقي حكومت د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له اقدامات كوي دغسې چې هغوي د قام او هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړے شي٬ د بلوچستان د زده كوؤنكو سباؤن روښانه دے٬ په لېپ ټاپ سكيم كښې د بلوچستان برخه 14 څخه 18 فيصد كړې شوې ٬ د پاكستان ټولې اشاريې مثبت دي او معيشت په ښه لوري روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لېپ ټاپ ترلاسه كوؤنكو انجونو او هلكانو زده كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع پرو وائس چانسلر ډاکټر مېروائس کاسی او نور هم موجود وو۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وفاقي حكومت لخوا په لېپ ټاپ سكيم كښې د بلوچستان برخه 14 فيصده څخه 18 فيصد شوې او اوس به د بلوچستان 18 زره زده كوؤنكو ته په مېرټ لېپ ټاپس وركولې شي۔ ده ووئيل كومو زده كوؤنكو ته چې په مېرټ لېپ ټاپس ورنكړې شول هغوي لپ??ره يو نم لاك لېپ ټاپس دي كوم به چې هغوي ته د 4 څخه تر 5 كلونو په قسطونو وركولې شي۔ دې سره سره د سمارټ فونز منصوبه هم پېل كولې شي۔ ده ووئيل هېواد دښمنه عناصر د پاكستان او بلوچستان پرمختګ ليدلے نه شي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې تاسو په خپلو پښو اودرېږۍ ولې چې ستاسو مستحكمېدو سره ستاسو د كورنۍ ٬ ضلعې ٬ صوبې او د هېواد اس??حكام تړلے دے۔ ده ووئيل ګروتھ هلته وي چرته چې اس??حكام وي٬ بلوچستان بې ثباتۍ سره مخ دے او دلته ثبات او اس??حكام رامخې ته كولو له به مونږ ټولو له په ګډه خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل و??یراعظم شهباز شریف د بلوچستان 3000 كوچنيانو له ا??ټر??شپ پروګرام پېل كړو او ګرد هېواد لپ??ره په 30 زره ا??ټر??شپس كښې د بلوچستان به جلا برخه وي۔ ده ووئيل وړاندې به په پاكستان جنګ مسلط كولې شو او اوس له اتومي قوت جوړېدو څخه وروستو دا هېواد دننه څخه د ختمولو هڅې كولې شي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې كوم شارټ كټ نشته ٬ ځوانانو له به سنجيد كېدل وي۔ ده ووئيل تاسو د خپل ځان سره مخلص يۍ نو هېواد لپ??ره به اخلاص سره كار وكړۍ۔ ده ووئيل د بلوچستان د زده كوؤنكو سباؤن روښانه دے