اسلام آباد 24دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د جناح ايونيو انټرچينج انډر??اس منصوبه په رېكارډ 42 ورځو موده كښې په بشپړولو د كورنيو چارو د وزير٬ د سي ډي اے چيئرمېن پشمول د اړوند ادارو س??اينه كولو س??ه وئېلي دي چې دې منصوبې سره به د پینډۍ٬اسلام آباد ټرافېك ته لويه ګټه وشي۔ د پاكستان پرمختګ او څوكالي به هم دې رفتار سره مخ په وړاندې روانه ساتلې شي او پاكستان به عظيم هېواد جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جناح ايونيو انټرچينج انډر??اس پرانستې دستورې ته په وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬د قومي اس??بلۍ غړو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته په وينا كښې وزيراعظم ووئيل د دې انډر??اس په 5 نومبر د بنياد تيګه اېښودلې شوې وه٬دا د خوشحالۍ موقع ده چې دا انډر??اس په 42 ورځو كښې بشپړولو س??ه رېكارډ جوړ شوے۔ ده ووئيل قامونه دغسې پرمختګ كوي٬ده ووئيل د سي ډي اے چيئرمېن٬د هغه ډلې٬ټهيكدارانو٬انجينئرانو او كار كوؤنكو ملازمينو له مباركي وركوم۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مش??ۍ كښې د هغه ډلې شپه ورځ خواري كړې٬د هغه د ذاتي نګرانۍ په سبب دا منصوبه په وخت بشپړ شوې۔وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې سره به د پینډۍ اس??ام آباد ټرافېك ته ګټه وشي۔ده هيله څرګنده كړه چې سرينا انډر??اس منصوبه به هم دې رفتار سره بشپړ شي۔ده ووئيل آئي جي او د ټرافيك پوليس چې څه ډول ټرافېك روان ساتلې هغه د ستائنې وړ دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په 5 نومبر د منصوبې د بنياد تيګه اېښودلې وه۔نن مونږ 42 ورځې پس د انډر??اس پرانسته كوو۔په اس??ام آباد كښې به د نوې بوټو آفزائش لپاره نرسريز جوړولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه په اس??ام آباد كښې د فائيو سټار هوټل جوړولو لپاره كار كوو۔د جناح ايونيو انټرچينج منصوبې 50 فيصده كار بشپړ شوې٬د سرينا چوك انډر ??اس به په خپل مقرر وخت ??ښې بشپړولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د قذافي سټېډيم پرانسته به هم د وزيراعظم شهباز شريف په لاس كولې شي۔سي ډي اے شپه او ورځ كار كولو س??ه انډر??اس په 1008 ساعتونو كښې بشپړ كړې۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندهوا وزيراعظم له د جناح ايونيو انټرنېشنل په منصوبه بريفنګ وركړو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شو چې په منصوبه كښې سيفټي او سيكورټي باوري كړی شوې٬د منصوبې په فيز ون كښې 950 ميټرز انډر??اس بشپړ كړے شوے دے